تشویقي مواد

په انګلسان کې د میشته استوګنې د موندلو لپاره ستاسو لارښود

خپور شوی 17 May 2023

This تشویقي مواد was withdrawn on

This content has been archived as it is no longer relevant.

Applies to England

د برنامې له لارې ACRS یا ARAP دغه د لارښوونې پاڼه د هغو خلکو لپاره، چې د انګلستان ته راغلي دي او یا د شرایطو وړ هغو برتانوي اتباعو لپاره ده، چې په موقتي )لنډ مهاله( توګه په هوټلونو یا د خدمتونو سره هستوګنځایونو کې اوسیږي.

د انګلستان حکومت به ډېر ژر له ټولو هغو افغان کورنیو او اشخاصو څخه، چې اوسمهال په هوټلونو او یا د خدمت سره استوګنځایونو کې اوسېږي، وغواړي چې د دایمي کور لپاره خپل مؤقتي )لنډمهاله( استوګنځي پرېږدي.

دا معلومات تاسو ته دا تشریح کوي، چې تاسې وروسته له دې څه باید وکړئ، او کوم ملاتړ ستاسو لپاره شتون لري.

د انګلستان حکومت په دې ویاړي چې تاسو ته یې په دې هېواد کې ښه راغلاست ویلی دی. موږ هیله لرو چې د استوګنې او ګټو په ګډون د مرستې هغه پراخه لړۍ چې تاسو ته چمتو شوي ده، له تاسو سره یې په انګلستان کې د ژوند د اسانتیاوو په برابرولو کولو کې مرسته کړې وي.

کله چې تاسو لومړی انګلستان ته راورسېدئ، تاسو ته د لنډمهاله اقدام په توګه د هوټل یا له خدمت سره استوګنځي وړاندیز شوی و. دا هیڅکله زموږ اراده نه وه چې تاسې به د اوږدې مودې لپاره په هوټل کې ژوند وکړئ، ځکه چې هوټلونه د اوږدې مودې استوګنې لپاره مناسب ندي.

موږ غواړو، چې تاسې په پای کې په یوه کور کې مېشت شئ او په خپلواک ډول ژوند وکړئ. له همدې امله، موږ اوس د دې کار د کولو په موخه ستاسو د ملاتړ لپاره اقدام کوو.

تاسو څه تمه لرئ؟

تاسو به یو لیک تر لاسه کړی وي، یا به یې ډېر ژر تر لاسه کړئ، کوم چې تاسو ته د هغې نېټې په اړه خبر درکړي چې تاسو باید خپل هوټل یا خدمت شوي استوګنځي پرېږدئ. دا دی، او )notice( تاسو ته د خبرتیا د ورکولو یو یاددښت نوموړی لیک یو قانوني سند دی، چې د ځای د پریښودو د په نامه یادېږي. )notice to quit( خبرتیا تاسې اوس باید د خپل استوګنځي د پیداکولو لپاره ګامونه اوچت کړئ، تر څو داسې یو ځای ومومئ، چې د هغه مالي توان ولرئ، او ستاسو او ستاسې د کورنۍ د اړتیاو لپاره مناسب وي. د انګلستان حکومت به په دې برخه کې ستاسو ملاتړ وکړي. د ډېرو خلکو لپاره به دا راز استوګنه په شخصي کرایه شوي استوګنځيو کې وي، او تاسې کولای شی د خپل اوسنۍ یا نوې شورا څخه مالي ملاتړ تر لاسه کړئ، تر څو یو داسې ملکیت کرایه کړئ، چې د ستاسو لپاره مناسب وي. د ځینو لپاره په دې مالي ملاتړ کې کېدای شي ابتدايي کرایې، او ،)deposit ستاسو سره د زېرمې )تضمین فرنیچر د لګښتونو مرستې شاملې وي.

تاسو اوس باید څه وکړئ؟

تاسو اوس باید د خپل استوګنځي په لټه کې شئ. د خپل استوګنځي د موندلو پروسه د دې لپاره طرحه شوې ده، چې ستاسو سره په خصوصي سکټور کې د کرایه شوي استوګنځي په موندلو کې مرسته وکړي. دا پروسه به ستاسو سره، ستاسو په هوټل کې د شورا د کارکوونکو په ملاتړ، د نوي کور په موندلو کې مرسته وکړي.

د ۲۰۲۳ کال د مې د میاشتې د دویمې نېټې څخه به موږ د سمون یوه نوې پروسه پلې کړو، دا پدې مانا ده چې ځینې کورنۍ چې ځانګړي اړتیاوې لري، کېدای شي د کورنیو چارو د وزارت څخه د مناسب استوګنځي یو وړاندیز، که چېرې شتون ولري، تر لاسه کړي. خو د اکثریتو خلکو لپاره دا لټون پدې مانا دئ چې دوی پخپله د کرایي کورونو په خصوصي بازار کې د استوګنځي په لټه کې شي. په بل عبارت، تاسو به هغه استوګنځیو ته ولېږدول شئ، چې په شورا پورې اړه نلري.

موږ پوهېږو، چې د کرایي کورونو په خصوصي بازار کې د کور موندل او خوندي کول کېدای شي ستونزمن وي، په ځانګړې توګه کله چې تاسې په یوه نوي هېواد کې یاست. له همدې امله موږ تاسو ته په انګلستان کې د ستاسو د لومړي میشت کور په موندلو کې د مرستې لپاره پراخه ملاتړ چمتو کوو. مهرباني وکړئ په یاد یې ولرئ، چې موږ دا تضمین نشو کولای، چې موږ به وکولای شو هر چا ته د استوګنې وړاندیز وکړو، ځکه چې په ټولې انګلستان کې د هغو کورنیو شمېر، چې د شورا د استوګنځایونو په لټه کې دې، د شته کورونو په پرتله خورا ډېر دی. نو که چېرې موږ تاسو ته یو وړاندیز درکړو، موږ په کلکه سپارښتنه کوو، چې تاسو یې ومنئ. که تاسو د استوګنځې یو وړاندیز رد کړئ، تاسو ته به د کورنیو چارو د وزارت لخوا د استوګنځې بل وړاندیز ونه شي.

روزل شوي کارکوونکي به ستاسو په هوټل یا خدمت شوي استوګنځي کې حاضر وي، تر څو ستاسو پوښتنو ته ځواب ووایی او تاسو ته سلامشورې درکړي. د دغو کارکوونکو په ډله کې د شورا کارمندان، د کورنیو چارو د وزارت د اړیکو کارکوونکي، د کار روزونکي او خیریه موسسې شاملې دي.

تاسو به خپل استوګنځی څنګه ومومئ؟

تاسو کولای شئ د لاندې ګامونو په اخیستلو سره سمدلاسه پیل وکړئ:

1. ستاسو په اوسني استوګنځي کې د شورا د کارکوونکو څخه وغواړئ، چې ستاسو سره د ارزونې د فورمې په بشپړولو )ډکولو( کې مرسته وکړي، تر څو دا خبره ځانته معلومه کړئ چې تاسو څومره مالي توان لرئ.

2. د شورا د کارکوونکو سره احتمالي سیمو ته د لېږد په اړه بحث وکړئ. دوی به د شوراګانو سره اړیکه ونیسي، تر څو دا معلومه کړي، چې آیا دوی ستاسو سره مرسته کولای شي. ټولې شوراګانې به ونشي کولای، چې ستاسو ملاتړ وکړي، خو دا کار ستاسو د لېږد مخه نه نیسي که چیرې تاسې پخپله داسې یو کور ومومئ، چې مناسب او ارزانه وي.

3. په موافقه شوي سیمو کې د خپل کور لټون پیل کړئ. د کورونو د لټولو لپاره، تاسو کولای شئ د انټرنټ ویب یا ډېرې ،Rightmove ،Zoopla ،OpenRent پاڼې لکه نورې ویب پاڼې وکاروئ. تاسو باید د ډېرو ملکیتونو په اړه پوښتنې وکړئ، تر څو ستاسو د خوندي کولو چانس ډېر کړي. پدې اړه به ستاسو په لنډمهاله استوګنځي کې د شورا کارکوونکي د مرستې لپاره شتون ولري.

4. کله چې تاسو یو مناسب کور وموند، په خپل لنډمهاله استوګنځي کې د شورا کارکوونکو ته ووایاست. دوی به تاسو ته خبر درکړي، چې آیا د هغې سیمې شورا چې تاسو غواړئ هلته ولاړ شئ، ستاسو ملاتړ کولای شي، او که نه. که تاسو د خپلې نوې شورا له ملاتړ پرته اقدام وکړئ، دوی ممکن هغه خدمتونه وړاندې نه کړي، چې تاسو ورته اړتیا لرئ.

5. ستاسو نوې شورا کېدای شي ستاسو سره د لګښتونو په اړه لکه په لومړئ کرایه، زېرمې او فرنیچر کې مرسته وکړي. دوی کېدای شي د بیا مېشتېدنې روان ملاتړ، لکه ستاسو سره د نږدې ښوونځي د موندلو او طبي خدمتونو ته د لاسرسي په اړه مرسته هم چمتو کړي.

د کورنیو چارو وزارت کولای شي ستاسو د ترانسپورټ په هکله مرسته وکړي، تر څو تاسې او ستاسې لوازم ستاسو نوي کور ته انتقال کړي. د نوموړي وزارت د اړیکو د مامور سره خبرې وکړئ، کوم چې کولای شي ستاسو لپاره دا کار تنظیم کړي.

د استوګنځي د موندلو د څرنګوالي په اړه نور معلومات د » څنګه کور په کرایه ونیسئ « په ویب پاڼه کې د GOV.UK په لارښود کې شتون لري - www.gov.uk/government/publications/how-to-rent

ایا تاسو ته د انګلستان د حکومت لخوا د استوګنځي وړاندیز کېږي؟

د کورنیو چارو د وزارت لخوا کورنیو ته د وړاندیز شوي ملکیتونو شمېر ډېر محدود دئ. نو تاسو ته پکار ده چې د ځان او خپلې کورنۍ لپاره د استوګني ځای ومومئ. د کورنیو چارو د وزارت د اړیکو کارکوونکي او محلي شوراګانې به د دې پروسې په اوږدو کې ستاسو ملاتړ وکړي.

که تاسو د کورنیو چارو د وزارت څخه د استوګنځي وړاندیز تر لاسه کړ، موږ په کلکه تاسې هڅوو چې دا وړاندیز ومني، ځکه چې تاسې به دویم وړاندیز تر لاسه نکړئ.

که چیرې تاسې د هوټل د پرېښېدو نېټې ته نږدې شوي یاست او خپل استوګنځئ مو تر اوسه خوندي کړئ نه وي، مهرباني وکړئ د کورنیو چارو د وزارت د اړیکو د مامور یا د شورا د مشاور سره خبرې وکړئ، چې تاسو ته د راتلونکو ګامونو په اړه مشوره درکړي.

نور معلومات

که تاسې په ښوونځي کې ماشومان لرئ، نو کوم ملاتړ ستاسو لپاره شتون لري؟

د هغو کورنیو لپاره چې په ښوونځي یا وړکتون کې ماشومان لري، موږ دا لازمه ګڼو ، چې د دوی په زده کړه کې خنډ کم کړو. ستاسې شورا کولای شي ستاسو د کورنۍ په نوي ځای کې تاسو ته ملاتړ تنظیم کړي. په انګلستان کې، شوراګانې باید ستاسو د خوځېدو د نېټې د څو اونیو په ترڅ کې د ښوونځي د عمر لرونکو ماشومانو ته ستاسو د نوې سیمې په یوه ښوونځي کې ځای درکړي.

ستاسو په هوټل کې د شورا کارکوونکي به تاسو ته د دې کار د کولو د څرنګوالي په اړه نور معلومات درکړي. د ښوونې او روزنې ریاست به هم تاسو ته په دې اړه معلومات واستوي تر څو ستاسو سره مرسته وکړي، چې تاسې نور څه باید وکړئ چې یو ښوونځی پیداکړئ.

که تاسې یا ستاسې کورنۍ طبي اړتیاوې یا معلولیت ولري، نو کوم ملاتړ شتون لري؟

که تاسې داسې طبي اړتیا یا معلولیت لرئ چې درملنه یې یوازې په یوه ځانګړې سیمه کې چمتو کېدای شي، د انګلستان حکومت او د هغه شریکان به ستاسو سره یوځای کار وکړي، تر څو ډاډ ترلاسه کړي، چې کله تاسې یوه نوي کور ته ولاړشئ، ستاسې اړتیاوې به پوره شي او تاسې به وکولای شئ خپلې درملنې ته دوام ورکړئ.

که تاسې داسې طبي اړتیاوې یا معلولیتونه لرئ، چې ستاسې ته د خپل استوګنځي لټون یا خوندي کول ستونزمن کوي، تاسې کېدای شي د انګلستان حکومت یا محلي شوراګانو څخه د لا زیاتو مرستو مستحق وګڼل شئ. له تاسو څخه به وغوښتل شي، چې تاسې د طبي اړتیا یا معلولیت په اړه ثبوت وړاندې کړئ.

د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ په خپل هوټل کې د کورنیو چارو د وزارت د اړیکو له مامور یا د شورا له کارکوونکي سره، چې هلته ستاسو سره د مرستې لپاره شتون لري، خبرې وکړئ.

تاسو د کومو ګټو او عامه خدمتونومستحق یاست؟

له لارې انګلستان ته ARAP یا ACRS کله چې تاسې د راغلئ، ژر تر ژره تاسو ته په انګلستان کې د نامعلوم وخت لپاره د پاتې کېدو حق، د کار کولو حق او د ملکیت د کرایه کولو حق درکړل شو. دا حقونه تلپاتې دي او له منځه نه ځي.

کله چې تاسو خپله لنډمهاله استوګنه پرېښوده، تاسې به بیا هم د پخوا په شان د ګټو د غوښتنې او عامه خدماتو ته د لاسرسي وړ یاست. پدې کې لاندې ټکي شامل دي:

  • د انګلستان ګټو ته لاسرسی.
  • تاسو او ستاسو د کورنۍ لپاره د ملي روغتیا د خدماتو له لارې وړیا روغتیایي پاملرنې ته لاسرسی.
  • مرستندویه خدماتو ،لکه د ژباړې خدمتونو ته لاسرسی، او روغتیایي خدمتونو، تعلیم، او کارموندنې ته لاسرسی.
  • د ښوونځیو او وړکتونونو د موندلو او د ماشومانو یا زیان منونکو لویانو لپاره د ځانګړي پاملرنې د اړتیاو د تنظیمولو لپاره ملاتړ.

کوم ملاتړ شتون لري، چې ستاسو سره د کار یا روزنې په لاسرسي کې مرسته وکړي؟

که چیرې تاسې یونیورسل کریډیټ تر لاسه کړئ او د کار کولو توان ولرئ، تاسې د کاري روزونکي د درلودلو مستحق یاست. دوی ستاسو د دندې په لټون کې ستاسو سره د مرستې لپاره شتون لري، او دوی کولای شي تاسو ته ستاسو د اړتیاوو پر بنسټ انفرادي ملاتړ درکړي. پدې کې لاندې ټکي شاملېدلای شي:

  • ستاسو سره مرسته کوي چې ستاسو د لېږد وړ مهارتونه وپیژني او دا څنګه کولای شي ستاسو سره په دندو یا صنعتونو کې مرسته وکړي چې تاسو یې پخوا فکر نه کاوه.

  • ستاسو د کار د لټون او ستاسو لپاره د مناسبو فرصتونو په موندلو کې د مرستې لپاره د دوی د محلي مهارتونو کارول.

  • د تاسو سره د تاسو د بیوګرافۍ )کاري سابقې( په جوړولو، ښه کولو او سمون ورکولو کې مرسته کول.

  • د کار د غوښتنلیکونو سره ستاسو ملاتړ کول او ستاسو د بریا د چانس د زیاتولو په موخه مشورې چمتو کول.

  • د مرکو لپاره ستاسې په چمتو کولو او تمرین کې د مرستې کول.

د کار لارښوونکي په ټولو هوټلونو کې شتون لري. وروسته له دې چې تاسې خپل نوي، استوګنځي ته ولاړ شئ، تاسو به بیا هم د کار د لارښوونکي ملاتړ ته لاسرسی ولرئ.

اضافي ملاتړ

له لارې انګلستان ته راغلي ARAP د هغو کسانو لپاره چې د دي، کوم چې دفاعي اړیکه لري او غواړي هغه وساتي، له لارې ملاتړ Op NEWHOPE ستاسو لپاره کېدای شي د شتون ولري. دا ملاتړ د انګلستان د دفاع وزارت د شریکانو له لارې تر سره کیږي: د برتانوي سلطنتي پوځ، د اتلانو لپاره مرسته، د ځواکونو د کارموندنې خیریه موسسه، او ګلاب سرخ. دا ملاتړ کېدای شي په فزیکي او رواني روغتیا؛ د کار په موندلو؛ او د تاسو په محلي ټولنه کې ستاسو په ادغامولو پورې اړه ونیسي.

لپاره وړ یاست، د دفاع وزارت Op NEWHOPE که تاسو د به تاسو ته برېښنالیک واستوي، چې ستاسې رضایت تر لاسه کړي ترڅو د مرستې لپاره نورو خیریه شریکانو ته راجع شئ.

که تاسو نورو مرستو ته اړتیا لرئ څه باید وکړئ؟

که تاسې مرستې او مشورې ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ په خپل استوګنځي کې خپل د کورنیو چارو د وزارت د اړیکو د مکلف مامور یا ستاسو د شورا د ملاتړ د کارکوونکو سره خبرې وکړئ.

دوی ستاسو د اړیکې لومړی ځای دئ او کولالی شي د تاسو سره راز راز ملاتړ ته د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي.

د مرستې د کرښې د تلیفون شمېرې ته زنګ ووهئ

د افغانستان د بیا مېشتېدنې په اړه د پوښتنو لپاره، مهرباني وکړئ د عمومي مهاجرت د پوښتنې د کرښې سره اړیکه ونیسئ. تلیفون: ۰۳۰۰۷۹۰۶۲۶۸۲یم انتخاب کېکاږئ

له دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې، د سهار له ۹ بجو څخه بیا د مازدیګر تر ۴:۴۵ بجو پورې د جمعې په ورځ، د سهار له ۹ بجو څخه بیا د مازدیګر تر ۴:۳۰ بجو پورې مهرباني وکړئ په یاد یې ولرئ: د مرستې کرښه د اوونۍ په پای کې او د بانک په رخصتیو کې تړلې ده.

په تلیفون کې مشاورین به تاسو ته هغه معلومات درکړي چې تاسو ورته اړتیا لرئ د بېلګې په توګه د تلیفون شمېرې، ګټورې ویب پاڼې، د شوراګانو په اړه توضیحات.

د تلیفون لګښتونه او د تلیفون شمیرې

د تلیفون د شمېرې د زنګ وهلو لګښت د شمیرې د پیل په ارقامو، ستاسو د تلیفون په شرکت او په دې پورې اړه لري، چې تاسې ځمکنۍ یا ګرځنده کرښه کاروئ. تاسې کېدای شي د خپل زنګ وهلو د بستې د یوې برخې په توګه ځینو شمېرو ته وړیا تلیفونونه ترلاسه کړئ. په دې اړه د خپل تلیفون له چمتو کونکي سره اړیکه ونیسئ.

GOV.UK د ملاتړ اړیکه

ترڅو د دې پاڼي ژباړې او یو لړ فارمټونو کې لاسرسی ومومئ. نور ګټور مواد هم هلته شتون لري..