تشویقي مواد

NHS لخوا د کولمو سرطان کتنه: له تاسو سره په پرېکړه کولو کې مرسته (Pashto)

تازه شوی 22 July 2024

Applies to England

تاسو غوره کولای شئ چي آیا تاسو د کولمو سرطان معاینه کې برخه واخلئ یا نه. د دې پاڼې موخه دا ده چې تاسو سره په پریکړه کول و کې مرسته وکړي.

1. ولې NHS د کولمو سرطان د معایناتو وړاندیز کوي

موږ د سکرینینګ یعني معایناتو وړاندیز کوو چي هڅه وکړو او په لومړي مرحله کې د کولمو سرطان څرک ومومو کله چې لا هیڅ نخښې نښانې یې نه وي. په همدې وخت کښې یې درملنه خورا اغیزمنه وي.

ځینه وختونه په کولمو کې حوجرې په چټکۍ سره وده کوي او یوه غوټه جوړوي چې د کولمو د موړې په نوم یادیږي. دغه موړه سرطان نه وي مګر کېدلا شي د وخت په تیریدو سره په سرطان واړوي. د موړې موندل دا مانا لري چې هغه ایسته کېدلای شي.

منظم سکرینینګ ستاسو د کولمو په سرطان د اخته کیدو او مړینې خطر راکموي.

2. هغه څوک چې موږ د کولمو د سرطان سکرینینګ لپاره بلنه ورکوو

موږ په هرو 2 کلونو کې ل 54 تر 74 کلونو عمر لرونکي خلکو ته د کولمو سرطان معاینه کولو لپاره بلنه ورکوو. موږ د کولمو د سرطان سکرینینګ د کورنيو معاینتو کوتی لیږو. دا پروګرام په تدریجي ډول پراخیږي چي دا د 50 کالو او پورته عمر وړتیا لرونکو خلکو ته چمتو کړو.

تاسو باید له جي پی سره راجستر شوي یاست او په انګلستان کې ژوند کوئ چي بلنه ورکړل شي. ستاسو د جي پي سرجري موږ ته ستاسو د اړیکو معلومات راکوي. مهرباني وکړئ ډاډ ترلاسه کړئ چې دوی سم جزیات لري، پشمول ستاسو:

  • نوم
  • د زیږون نیټه
  • پته
  • د تلیفون شمیره
  • بریښنا‌لیک.

که تاسو 75 یا ډیر یاست، بیا هم کولای شئ په هر 2 کلونو کې د کولمو د سرطان په معاینه کې برخه واخلئ، مګر تاسو ته به بلنه نه ورکول کیږي. زموږ وړیا کومکي کرښې پر 0800 707 60 60 باندي زنگ راووهئ.

3. د کولمو سرطان

کولمه ستاسو د هاضمي د نظام یوه برخه ده. دا له خوراک څخه غذايي مواد او اوبه اخلي او نور څه چې پاتې کیږي له هغو ځخه غول جوړېږي. لکه څنګه چې لاندې ښودل شوي، معده او سوپره لویه کولمه جوړوي.

د کولمو سرطان هغه سرطان دی چې د لویې کولمې په یوه نه یوه ځای کې موندل کیږي. پدې کې معده او سوپره شاملې دي.

معده او سوپره لویه کولمه جوړوي او د هاضمي سیسټم برخې دي.

4. د کولمو سرطان معاینات څرنګه ترسره کېږي

تاسو ته چي کومه بلنه درکول کېږي هغه به تاسو ته د کولمو د سرطان معاینه کولو په اړه معلومات درکړي.

موږ به تاسو ته د کور ټیسټ کټ درواستوو چې د فیکل امونو کیمیکل ټیسټ (FIT) په نوم یادیږي. تاسو دا کټ یعنی کوتی د غولو کوچنۍ نمونې رااخیستلو لپاره وکاروئ او لابراتوار ته یې واستوئ. لابراتوار د وینې لږ مقدار لپاره نمونه لټوي. دا ځکه چې موړې او د کولمو سرطان ځینې وختونه وینه لري. له دې وروسته، ډیری خلک به نور ازموینې ته اړتیا ونلري.

که موږ ستاسو د غولو په نمونه کې وینه ومومو، تاسو ممکن نورو ازموینو ته اړتیا ولرئ چي له موږ سره مرسته وکړو چې د وینې لامل څه شی دی. موږ به تاسو ته د کالونوسکوپي کولو په اړه د خبرو کولو لپاره د ملاقات وخت وټاکو. کولونوسکوپي ستاسو په کولمو کښې دننه ګوري.

5. د کورنی ټیسټ کټ کارولو چل

د سکرینینګ ټیسټ ترسره کولو لپاره ، تاسو اړتیا لرئ د کټ په کارولو سره د خپلو غولو یوه ټوټه راواخلئ. مهرباني وکړئ د خپل نمونې اخیستلو لپاره یو پاک ډیسپوزاېبل کوتی وکاروئ. تاسو بیا دا نمونه د ازموینې لپاره په پوسټ کې واستوئ. کټ کې پری پیډ یعني چي پیسې یې لمخه تادیه شوې دي یوه داسي بسته بندي او بشپړ لارښوونې شاملې دي.

کله چې موږ ستاسو نمونه چیک کړو ، موږ یې پایله ثبتوو او د ازموینې کټ او پکښې مواد له مینځه وړو.

که تاسو کومه پوښتنه لرئ، نو مهرباني وکړئ زموږ وړیا کومکی کرښې ته پر 0800 707 60 60 باندي زنګ ووهئ. په دې کې شامل دي که تاسو:

  • د ازموینې د ترسره کولو لپاره مرستې ته اړتیا لري
  • ډاډه نه یاست چې آیا تاسو باید دا وکاروئ که نه، د بیلګې په توګه، که تاسو جراحي کړې وي
  • د ستوما کڅوړه (کولستومي یا ایلیوسټومي) لرئ او مشورې ته اړتیا لرئ.

ښه به دا وي چې خپله نمونه واخلئ کله چې تاسو د حیض په دوره کښې نه یاست. دوه ورځې مخکې یا وروسته له وینې راتلو څخه ډډه وکړئ.

دا د کورني ټیسټ کټ عکس دی. د کټ کارولو لپاره لارښوونې په بسته بندۍ کښې دننه دي.

6. د کولمو سرطان د معایناتو پایلې

د خپلې نمونې د لیږلو په 2 اونیو کې دننه تاسو باید خپلې پایلې ترلاسه کړئ. دوه پایلې کېدلای شي:

  • اوس نورو ازموینو ته اړتیا نشته
  • نورو ازموینو ته اړتیا شته.

6.1 اوس نورو ازموینو ته اړتیا نسته

ډیری خلک (نیژدې 98 په 100 کې) دا پایله لري.

مانا دا چې موږ ستاسو په نمونه کې هیڅ وینه ونه موندله، یا فقط دومره کوچنی مقدار چې د سکرینینګ تر کچې کم وي.

موږ به تاسو ته په 2 کلونو کې بیا د کولمو د سرطان معایناتو وړاندیز وکړو که تاسو تر 75 کلونو کم عمر لرئ.

دا پایله تضمین نه کوي چې تاسو د کولمو سرطان نه لرئ. د کولمو سرطان لاهم په راتلونکي کې وده کولای شي. که تاسو د کولمو د سرطان نښې لرئ یا درپکښې پیدا کېږي نو له جي پي سره وګورئ.

6.2 نورو معایناتوته اړتیا نشته

نیژدې 2 په 100 کسانو کې دا پایله لري.

مانا دا چې موږ ستاسو په غولو کې د وینې اندازه د سکرینینګ تر څخه پورته وموندله. دا د چوکاټ په نوم هم پیژندل کیږي.

ډیری شیان کولای شي په غولو کې د وینې لامل شي. موږ به تاسو ته د لیدو وخت درکړو چې د کولونسکوپي په اړه خبرې درسره وکړو چي د وینې لامل وڅیړو.

کولونوسکوپي یوه ازموینه ده چې ستاسو کولمې له دننه معاینه کوي. د کولونوسکوپي په اړه نور معلومات په NHS.UK کې ومومئ.

7. د کولمو سرطان د معایناتو احتمالي خطرونه

هیڅ سکرینینګ ټیسټ100% باوری نه وي.

دا کېدلای شي چي د کولمو سرطان سکرینینګ څخه یوه موړه یا سرطان ختا شي. دا هم کېدلای شي چي د کورني ټیسټ کټ کارولو پرمهال موړه یا سرطان وینه نه لري.

ډیری خلک به نورو ازموینو ته اړتیا ونه لري. که تاسو یې ولرئ، نو لږ خطر شته چې د کولونسکوپي کول ستاسو کولمو ته زیان رسولی شي، مګر دا نادره وي. تاسو به نور معلومات ترلاسه کړئ چی له تاسو سره مرسته وکړي چې پریکړه وکړئ کله چې تاسو د کولونسکوپي په اړه بحث کولو لپاره اپواینټمنټ ولرئ.

8. د کولمو د سرطان علامې

د کولمو سرطان په علامو کښې کېداای شي شامل وي:

  • ستاسو په غولو کې بدلونونه، لکه داسي نرم غول، اسهال یا قبضیت چې ستاسو لپاره معمول نه وي
  • چي تاسو د معمول په پرتله ډیر یا لږ ځله غول کولو ته اړتیا لرئ
  • ستاسو په غولو کې وینه، چې کیدای شي سره یا توره ښکاري
  • ستاسو له کونې څخه د وینې راتلل
  • ډیری وختونه داسې احساس کوئ چې تاسو غول کولو ته اړتیا لرئ، حتی که تاسو ایله اوس اوس تشناب ته تللي یاست
  • د خېټې (معدې) درد
  • ستاسو په خېټه (معده) کې یوه غوټه
  • پړسوب
  • پرته له کوښښ څخه د وزن کمول
  • د ډیرې ستومانۍ احساس کول، د بیلګې په توګه د وینې د سرو حجرو تر نورمالې ټیټې کچې له امله (انیمیا).

دا علامې دا مانا نه لري چې تاسو د کولمو سرطان لرئ. که تاسو 3 اونۍ یا تر ډېرو دا علامې لرئ، نو مهرباني وکړئ له خپل ډاکټر سره خبرې وکړئ. دا مهمه ده چې دا کار ترسره کړئ حتی که تاسو په دې وروستیو کې د کولمو سرطان معاینه کړې هم وي.

9. څوک د کولمو په سرطان زیات اخته کېدلای شي

تاسو ممکن د کولمو سرطان ډیر احتمال ولرئ که چیرې:

د کولمو د سرطان خطر کمولو په اړه نور معلومات په NHS.UK کې ترلاسه کړئ.

10. نور معلومات او مرسته

د کولمو سرطان معایناتو په اړه مشورې لپاره، تاسو کولای شئ زموږ وړیا کومکي کرښې ته په 0800 707 60 60 زنگ ووهئ.

که تاسو د اوریدلو یا وینا ستونزې لرئ، نو بیا تاسو کولای شئ له موږ سره د تماس لپاره د Relay UK خدمت وکاروئ. 18001 ډایل کړئ او ورپسې له خپل ټلیفون څخه 0800 707 60 60 ډایل کړئ یا د ریلې یوکې اپ وکاروئ.

دا معلومات په بدیلو فارمیټونو کې شته، په شمول د اسانه لوستلو او نورو ژبو د بل فارمیټ غوښتنه کولو لپاره، تاسو کولای شئ 0300 311 22 33 ته زنگ ووهئ یا england.contactus@nhs.net ته بریښنالیک ورولېږئ.

تاسو دا هم کولای شئ:

موږ ستاسو د NHS ریکارډونو څخه شخصي معلومات کاروو چي تاسو ته پر سم وخت د سکرینینګ لپاره بلنه درکړو. دا معلومات له موږ سره د سکرینینګ پروګرامونو ښه کولو او د کیفیت پاملرنې وړاندې کولو کې مرسته کوي.  په دې اړه نور ولولئ چې موږ څرنګه ستاسو معلومات کاروو او خوندي یې ساتو.

معلوم کړئ چي څنګه له سکرینینګ کولو څخه وتل غوره کړئ