د کولمو سرطان سکرینینګ: د کولونسکوپي کول (Pashto)
تازه شوی 27 January 2025
Applies to England
دغه لیفلټ د کولونسکوپي کولو یعني د کولمو کتلو په اړه معلومات چمتو کوي که چیرې د NHS د کولمو سرطان سکرینینګ ټیسټ کټ کارولو وروسته نورو ازموینو ته اړتیا وي.
1. ولې NHS کولونوسکوپي وړاندې کوي
کولونوسکوپي کولی شي د پولیپس او کولمو سرطان موندلو کې مرسته وکړي ځکه چې دوی کولی شي پرته د نخنښو له څرګندېدلو څخه وده وکړي.
پولیپس د لوی کولمو په خور باندی کوچني وده ده. ډیری پولیپس بې ضرره وي، مګر ځینې یې ډیر احتمال لري چې په سرطان بدل شي. د کولمو سرطان هغه سرطان دی چې د لویې کولمې په هر ځای کې موندل کیږي. پدې کې کولمه او پچکولمه شاملې دي.
که چیرې موږ ستاسو د پاخانې په نمونه کې یو ټاکلی مقدار وینه ومومو نو موږ د کولونوسکوپي وړاندیز کوو. د پولیپس او کولمو سرطان څخه ځینې وختونه وینه بهیږي مګر تاسو تل دا نشئ لیدلی. ډیری خلک به د کولمو سرطان نه لري، مګر د کولونوسکوپي ترسره کول له موږ سره د وینې راتللو د لامل په معاینه کولو کې مرسته کوي.
که تاسو کوم پولیپس لرئ، نو موږ معمولا کولی شو د کولونوسکوپي په جریان کې هغه لرې کړو. دا کولی شي ستاسو د کولمو سرطان خطر ډېر راکم کړي. که چیرې د کولمو د سرطان نخښې نښانې وي، بیا موږ ممکن د درملنې وړاندیز وکړو. د کولمو د سرطان ژر موندل کولی شي د درملنې اغیزمنتیا زیاته کړي.

لویه کولمه له معدې او پچکولمې څخه جوړه ده
کولمه ستاسو د هاضمي د سیسټم یوه برخه ده. دا له خوړو څخه غذايي مواد او اوبه اخلي او هغه څه چې پاتې کېږي په غایطه موادو بدلوي.
2. کولونوسکوپي
کولونوسکوپي ستاسو د کولمو دننه د پولیپس او کولمو سرطانونو لپاره د معاینې لپاره یوه ازموینه ده. دا د دې تصدیق کولو کې هم مرسته کوي چې ایا تاسو د کولمو کومه داسي بله ناروغي لرئ چې د کولمو سرطان نه دی.
یو ځانګړی روزل شوی کلینیکپوه چې د کولونسکوپیسټ په نوم یادیږي به دا ازموینه ترسره کړي.
دوی به ستاسو په کوزه برخه کې یوه نرۍ، وښېدونکې نلۍ یعني ټیوب له یوې کوچنۍ کیمرې سره وردننه کړي. دې ته کولونوسکوپ ویل کیږي. تاسو ممکن دننه د هغه احساس وکړئ، مګر ډیری خلکو لره دا دردناک نه وي. دا به ستاسو کولمې له دننه څخه په سکرین کې وښيي.

کولونوسکوپیسټ د کولمو دننه عکسونه په سکرین باندي ګوري
کولونوسکوپي معمولا له 30 څخه تر 45 دقیقو پورې وخت نیسي. ستاسو ټول اپواینټمنټ ممکن شاوخوا 2 ساعته وخت ونیسي.
ستاسو اپواینټمنټونه
ستاسو لومړی اپواینټمنټ به د کولونوسکوپي کولو په اړه بحث وي. دې ته د سپیشلسټ سکرینینګ پریکټیشنر (SSP) اپواینټمنټ ویل کیږي. سپیشلسټ به:
-
ستاسو د سکرینینګ پایلو په اړه له تاسو سره خبرې وکړي
-
تشریح کړي چې کولونوسکوپي څه شی دی
-
احتمالي خطرونه او ګټې تشریح کړي
-
ستاسو د ښه آرام لپاره شته لاروچارو په اړه بحث وکړي
-
هرې هغه پوښتنې ته ځواب ووایی چې تاسو یې لرئ.
دوی به وګوري چې ایا کولونوسکوپي ستاسو لپاره مناسبه ده که څرنګه. دوی به د هر هغه روغتیایی وضعیت په اړه پوښتنه وکړي چې تاسو یې لرئ او ایا تاسو کوم درمل خورئ او که نه. ځینې خلک نشي کولی کولونوسکوپي ترسره کړي. سپیشلسټ به ارزونه وکړي چې ایا د CT کولونوګرافي (CTC) سکین په نوم مجازی کولونوسکوپي ممکن مناسب وي. دا ستاسو د کولمو روغتیا چک کولو لپاره له ایکس رې څخه کار اخلي. په GOV.UK کې د CTC سکن کولو په اړه نور معلومات ولولئ.
که تاسو د کولونوسکوپي کولو لپاره کافي سم تیار یاست، نو تاسو کولی شئ غوره کړئ چې ایا تاسو دا پروسه ترسره کوئ. که تاسو دا کار کوئ، نو دا به معمولا په روغتون کې ترسره شي. دا باید ستاسو له لومړنی اپواینټمنټ څخه په 2 اونیو دننه وي.
مهرباني وکړئ سپېشلسټ ته ووایاست که تاسو کومې اضافي اړتیاوې لرئ. د مثال په توګه، تاسو ممکن د خپل اپواینټمنټ پرمهال د مرستې لپاره یو چا ته اړتیا ولرئ، لکه یو کېرر یا ترجمان.
تاسو کولی شئ د نارینه یا ښځینه کولونسکوپیسټ غوښتنه وکړئ. موږ به هڅه وکړو چې ستاسو غوره توب سره سم بدلون وکړو، مګر داسي تل ممکنه نه وي.

ډیاګرام چې د کولمو د سکرینینګ د ملاقات لاره ښیي
3. ستاسو تر کولونوسکوپي مخکې
تاسو به د خپل سپېشلسټ سکرینینګ پریکټشنر په ملاقات کې ځینې لارښوونې ترلاسه کړئ. دا به ستاسو د کولونوسکوپي لپاره چمتو کولو کې مرسته وکړي.
ستاسو کولمې به د پروسې لپاره تشې وي. مهرباني وکړئ لارښوونې په دقت سره تعقیب کړئ. پدې کې به شامل وي:
-
هغه څه چې تاسو یې باید تر کولونوسکوپي مخکې ورځو کې وخورئ او وڅښئ
-
کله تاسو باید خوراک او څښاک ودروئ
-
تاسو ته د څښلو لپاره د جلابونو کڅوړې درکول، یا د دوی د ترلاسه کولو په اړه معلومات
-
څنګه او کله جلاب وخورئ.
د جلاب له امله به تاسو د معمول په پرتله ډیر ځله تشناب ته لاړ شي چي ستاسو د کولمو خالي کولو کې مرسته وکړي. دا به معمولا د پروسې څخه یوه ورځ مخکې او ځینې وختونه پر همهغه ورځ وي.
تاسو به معمولا د کولونوسکوپي په جریان کې ویښ یاست. تاسو کولی شئ غوره کړئ چې مصرف کړئ:
-
درد وژونکي
-
ګاز او هوا
-
اراموونکي – هغه دارمل چي ستاسو مټه کې د کوچني ټیوب (کینولا) له لارې ورکول کیږي.
ځینې روغتونونه ممکن دا ټولې لارې چارې وړاندې نه کړي.
4. ستاسو د کولونوسکوپي ترسره کول
ستاسو کولونوسکوپي به د انډوسکوپي یونټ له لارې ترسره شي.
په هغه ورځ، یو نرس یا سپېشلسټ به درته تشریح کړي چې څه پیښیږي او احتمالي خطرونه څه دي. له تاسو څخه به وغوښتل شي چې د رضایت فورمه لاسلیک کړئ. دا د دې لپاره ده چې تاسو د خطرونو په اړه پوه شئ او د پروسیجر سره موافق یاست.
که تاسو موافق یاست، دوی به له تاسو څخه وغواړي چې د روغتون جامې واغوندي. تاسو به ستاسو د پروسیجر لپاره پوښل شوي یاست. جامې په شا کې یو درز لري.
دوی باید تاسو ته د درد کمولو لارې چارې درته وړاندې کړي.
د ازموینې لپاره، تاسو پر خپل چپ اړخ کې ملاست یاست او خپل زنګونونه یو څه راټول کړي وي.
ټیوب ستاسو ښکته برخې ننه ایستل کېږي او ستاسو د لویې کولمو سر ته رسول کیږي. ټیوب په اسانۍ سره تاویږي نو دا کولی شي ستاسو د کولمو په موړو کې تیر شي.
کولونسکوپیسټ به سوکه سوکه اوبه یا ګاز (کاربن ډای اکسایډ) پمپ کړي. دا ستاسو کولمې خلاصوي او له دوی سره مرسته کوي چې ویې ګوري. تاسو ممکن داسې احساس وکړئ چې تاسو تشناب ته اړتیا لرئ، مګر ستاسو کولمې باید لالمخه خالي وي نو اندیښنه مه کوئ. دا عادي خبره ده چې یو څه پړسوب احساس کړئ.
تاسو ممکن د معدې ځینې دردونه ولرئ. د کولونسکوپي ترسره کول ممکن نا آرامه وي مګر دا باید دردناک نه وي. که تاسو کوم درد احساس کوئ، نو دوی ته خبر ورکړئ. دوی کولی شي ستاسو د ډیر آرامۍ لپاره سمونونه رامینځته کړي.
دوی ممکن ستاسو په کولمو کې شته پولیپس لرې کړي یا د مایکروسکوپ لاندې د نږدې لیدو لپاره د بدن د ټیشوګانو یوه کوچنۍ نمونه واخلي. دې ته بایوپسي ویل کیږي. که داسي وشي نو تاسو به هیڅ احساس ونکړئ ځکه چې ستاسو په کولمو کې اعصاب نشته.
5. ستاسو له کولونسکوپي وروسته
تاسو به د آرام کولو لپاره د رغیدو ساحې ته لاړ شئ. نرسان به ترهغو ستاسو څارنه کوي ترڅو چې تاسو کور ته د تګ لپاره چمتو نه یاست. تاسو ته به وویل شي چې ایا کولونسکوپیسټ کوم پولیپس لرې کړی دی یا بایوپسي اخیستلې ده.
تاسو ممکن اړتیا ولرئ چي:
-
یو څوک تاسو کور ته بوځي ځکه چې تاسو ګنګس یاست، په ځانګړي توګه که تاسو ته ارامونکي درمل درکول سوي وي
-
آرام وکړئ، نو تاسو ممکن وغواړئ چې هغه ورځ له کار یا نورو ژمنو څخه رخصت واخلئ.
تاسو ممکن د کولونسکوپي وروسته پړسوب احساس کړئ یا د معدې درد ولرئ. دا معمولا فقط له 2 څخه تر 3 ساعتونو پورې دوام کوي.
که تاسو بې ارامونکې درمل خوړلي وي، نو باید:
-
یو مسؤل بالغ له تاسو سره وي چې لږترلږه 12 ساعته له تاسو سره پاتې شي
-
موټر مه چلوئ، الکول مه څیښئ یا د 24 ساعتونو لپاره ماشین مه چلوئ.
ممکن د څو ورځو لپاره وي ستاسو په غایطه موادو کې یو څه وینه وي یا ستاسو له سوپرې څخه وینه راځي. دا شیان عام دي. که چیرې نخښې نښانې د 2 ورځو وروسته له منځه لاړې نشي، نو تاسو باید خپل ډاکټر سره لیده کاته وکړئ.
که تاسو دا لاندې ستونزې لرئ نو 111 یا هغه روغتون ته زنګ ووهئ چیرې چې تاسو د کولونوسکوپي درلوده
-
لاندي له سوپرې څخه وینه راځي
-
د وینې بهیدل نه درېږي یا نور پسې خرابیږي
-
د معدې شدید درد یا داسي درد چې نور بدتر کېږي
-
لوړه تبه یا چي تاسو د ګرمۍ یا لړزیدا احساس کوئ.
6. د کولونسکوپي احتمالي خطرونه
په ډیرو نادرو مواردو کې، کېدلای شي چي له کولونسکوپي څخه سرطان یا پولیپ ختا شي چې وروسته په سرطان بدلیدلی شي. دا ډیر هغه وخت احتمال لري چي پیښ شي که:
-
ستاسو کولمې په بشپړ ډول تشئ نه وي
-
ستاسو په کولمو کې شاوخوا د کیمرې حرکت کول ستونزمن وي.
که تاسو د کولمو د سرطان نخښې لرئ نو له ډاکټر سره لیده کاته وکړئ. دا مهمه ده حتی که تاسو په دې وروستیو کې د کولمو د سرطان معاینه کړې وي لاهم. د کولمو د سرطان د نخښو په اړه نور ولولئ په NHS.UK کې.
په نادره مواردو کې، د کولونوسکوپي په جریان کې پیچلتیاوې رامینځته کیدی شي که تاسو:
-
د اراموونکو درملو په وړاندې حساسیت ولرئ
-
له کولونوسکوپي وروسته د وینې زیاته بهیدنه ولرئ
-
ستاسو په کولمو کې سوری (کوچنی اوښکه یا سوری) وشي.
په هرو 2,500 کسانو کې شاوخوا 1 کس چې کولونوسکوپي کوي د وینې لیږد ته اړتیا لري.
د کولمو سوری کېدل په هرو 1,700 کولونسکوپيونو کې شاوخوا په 1 کې پیښیږي. که داسي پیښ شي، نو تاسو ممکن د هغې د رغولو لپاره جراحي ته اړتیا ولرئ. دا به د سوراخ اندازې او موقعیت پورې اړه ولري. ځینې یې هیڅ جراحي ته اړتیا هم نلري.
په خورا نادره مواردو کې، د کولونوسکوپي وروسته پیچلتیاوې ممکن د مرګ لامل شي. کولونوسکوپیسټان خورا روزل شوي وي او دا زیات امکان نلري.
دا احصایې یوازې د عمومي نفوسو لپاره یو لارښود دي. د سکرینینګ سپېشلسټ به تاسو ته ستاسو د شخصي خطر په اړه مشوره درکړي. دا به ستاسو د عمر او روغتیا پراساس وي.
7. د کولموسکوپي پایلې
تاسو ممکن خپلې پایلې په هغه ورځ ترلاسه کړئ، یا دا ممکن څو اونۍ وخت ونیسي. موږ ستاسو ډاکټر ته هم ستاسو د پایلو یوه کاپي ورلیږو.
څلور اصلي پایلې کېدلای شي:
-
عادي پایلې
-
د پولیپس وموندل کېدل – خو نورې څارنې ته اړتیا نشته
-
د پولیپس وموندل کېدل – خو نورې څارنې ته اړتیا ده
-
د کولمو سرطان.
کله ناکله موږ د کولمو نورې ستونزې ومومو. دا ممکنه ده چې په ورته کولونسکوپي کې پولیپس یا د کولمو سرطان او د کولمو نورې ستونزې وموندل شي.
7.1 عادي پایلې
شاوخوا 11 په 100 خلکو کې دا پایله لري.
دا پدې مانا ده چې موږ:
-
هیڅ پولیپس ونه موندل، او
-
د کولمو د نورو شرایطو نخښې نه وې.
که تاسو لاهم تر 75 کلونو کم عمر لرئ نو موږ به تاسو ته په 2 کلونو کې بیا د کولمو د سرطان سکرینینګ وړاندیز وکړو.
7.2 پولیپس وموندل شول – خو نور څارنې ته اړتیا نشته
شاوخوا 50 په 100 خلکو کې (نیمایي) دا پایله لري.
دا پدې مانا ده چې موږ:
-
ستاسو د کولموسکوپي په جریان کې پولیپونه لرې کړل، یا
-
ستاسو د کولمو څخه د حجرو نمونه (بایوپسي) د معاینې لپاره واخیسته.
ستاسو د نمونې ازموینې وروسته، تاسو نور درملنې یا د کولونسکوپي معاینې ته اړتیا نلرئ.
که تاسو لاهم د 75 کلونو څخه کم عمر لرئ، موږ به تاسو ته په 2 کلونو کې بیا د کولمو سرطان معاینه وړاندې کړو.
7.3 پولیپونه وموندل شول – خو نورې څارنې ته اړتیا شته
شاوخوا 11 په 100 خلکو کې دا پایله لري.
دا پدې مانا ده چې موږ د پولیپ لوړ خطرناک ډول وموندلو. دا ډیر احتمال لري چې د کولمو په سرطان بدل شي.
ځینې وختونه د کولونوسکوپي په جریان کې پولیپونه لرې کول خورا ستونزمن وي. که داسي وشي، نو تاسو ممکن یوې بلې سپېشلسټ کولونسکوپي یا جراحي ته اړتیا ولرئ.
بیا به موږ تاسو ته په راتلونکي کې بله منظمه کولونسکوپي وړاندې کړو. دا ستاسو د کولمو روغتیا معاینه کوي او ګورئ چې ایا تاسو کوم نوي پولیپونه لرئ که نه.
7.4 د کولمو سرطان
په 100 خلکو کې د 7 او 10 ترمنځ دا پایله لري.
که موږ د کولمو سرطان ومومو، نو تاسو به د سرطان سپېشلسټ وګورئ چي د درملنې پر لاروچارو او ملاتړ په اړه بحث ورسره وکړئ.
ډیری خلک (شاوخوا 9 په 10 کې) چې په لومړني مرحله کې د کولمو سرطان لري بریالۍ درملنه یې کېږي.
که تاسو د کولمو پرمختللی سرطان لرئ، ممکن درملنه یې سخته وي او درملنه یې ممکنه نه وي.
7.5 د کولمو نور عوارض
کله ناکله کولونسکوپي کې هیڅ پولیپ یا د کولمو سرطان نه موندل کیږي، مګر موږ د کولمو نور عوارض مومو لکه:
په 100 کې شاوخوا 18 خلک دا پایله لري.
تاسو کولی شئ د دې ستونزو په اړه نور معلومات په NHS.UK کې ترلاسه کړئ. که موږ د کولمو د عوارضو نورې نخښې ومومو، ستاسو جي پي به یې تشریح کړي چې دا څه معنی لري او راتلونکي ګامونه به څه وي. تاسو ممکن د کولمو د سرطان د سکرینینګ پروګرام څخه بهر درملنې یا څارنې ته اړتیا ولرئ.
ډیاګرام د هرو 100 کسانو لپاره چې د کولونوسکوپي ازموینه کوي پایلې ښیې
8. نور معلومات او ملاتړ
د کولونوسکوپي په اړه د مشورې لپاره، تاسو کولی شئ زموږ د وړیا مرستې کرښې ته پر 0800 707 60 60 زنګ ووهئ. که تاسو د اوریدلو یا خبرو کولو ستونزې لرئ، بیا تاسو کولی شئ دRelay UK خدمت وکاروئ چي له موږ سره تماس ونیسئ. د خپل ټیکس فون یا Relay UK app څخه 18001 بیا 0800 707 60 60 ډایل کړئ.
دا معلومات په نورو بڼو هم شته، په شمول د اسانه لوستلو او نورو ژبو. د بلې بڼې غوښتنه کولو لپاره، تاسو کولی شئ 0300 311 22 33 ته زنګ ووهئ یا england.contactus@nhs.net ته بریښنالیک واستوئ.
تاسو دا هم کولی شئ چي:
-
له خپل ډاکټر سره خبرې وکړئ
-
په NHS.UK کې د کولمو د سرطان سکریننګ په اړه نور معلومات پیدا کړئ
-
ولولئ د ټرانسجنډر او نورو دوه رګه خلکو لپاره د NHS سکریننګ پروګرامونو معلومات
که تاسو 75 کلن یاست یا ډیر عمر لرئ، تاسو بیا هم کولی شئ په هرو دوو کلونو کې د کولمو د سرطان په سکرینینګ کې برخه واخلئ، مګر تاسو ته به بلنه نه درکول کیږي. تاسو کولی شئ د 0800 707 60 60 په شمیره د مرستې کرښې ته زنګ ووهئ چي د کورنۍ ازموینې کټ وغواړئ.
موږ ستاسو د NHS ریکارډونو څخه شخصي معلومات کاروو چي تاسو ته په سم وخت کې د سکرینینګ لپاره بلنه درکړو. دا معلومات له موږ سره مرسته کوي چې د سکرینینګ پروګرامونه بهتر کړو او ښه پاملرنه وړاندې کړو. نور ولولئ په دې اړه چي موږ ستاسو معلومات څرنګه کاروو او ساتو یې.
په دې هکله نور څه ترلاسه کړئ چي موږ څرنګه له سکریننګ نه کول غوره کړئ