لارښود

د رحمي سرطانونو د معاینې لپاره بلنه (Pashto)

خپور شوی 19 June 2024

Applies to England

موږ دغه لیک تاسو ته استوو ترڅو تاسو ته د  NHSد رحمي سرطانونو د معاینې په تړاو (چې له دې مخکې د ‘smear test’ په نوم یادېده) بلنه درکړو. موږ د دغې معاینې وړاندیز د ټولو هغو مېرمنو او خلکو لپاره کوو چې د رحم د سرطان لري او عمرونه یې له 25 تر 64 کلونو پورې وي. دغه معاینه د رحم سرطان له رامنځ ته کېدو مخنیوی کوي او ژوند ژغوري.   

1. څنګه کولی شئ خپل د رحمي سرطان معاینې لپاره نوبت ونیسئ 

که چېرې تاسو ته له دې مخکې دغې معاینې ته  دعوت شوي یاست او یا مو خپله پخوانۍ د رحمي سرطان معاینه له لاسه ورکړې وي، اندېښنه مه کوئ لا هم وخت شته. 

  • کولی شئ د لیدژمنې یا ملاقات چمتو کولو په موخه د خپل GP د جراحۍ څانګې سره په اړیکه کې شئ. که نوملیکنې یا د خپل GP د جراحۍ په څانګه کې راجستر ته اړتیا لرئ، کولی شئ له find a GP service tool څخه استفاده وکړئ. 
  • همدارنګه کولی شئ خپل ترټولو نیژدې د جنسي روغتیا کلینیک پیدا کړئ. کلینیک ته د مراجعې پرمهال وګورئ چې آیا دغه کلینیک د رحمي سرطانونو د معاینې خدمات عرضه کوي که نه، ځکه ټول کلینیکونه دغه خدمات نه عرضه کوي.  

که چېرې تاسو پخوا د رحمي سرطان معاینه کړې وي، نو بیاځلي ملاقات یا لیدژمنې چمتو کولو ته اړتیا نه لرئ.    

2. د رحمي سرطانونو د معاینې په اړه  

نیژدې ټول رحمي سرطانونه د لوړې کچې د ګواښ-انسان وژونکي وایروس (HPV) اېډز څخه پیدا کېږي.  د لوړې د کچې ګواښ انسان-وژونکي HPV وایروس د شتون په موخه د رحمي سرطانونو معاینه. که چېرې موږ ستاسو د رحمي سرطانونو په معاینه کې HPV یا اېډز تشخیص کړ، نو موږ به د غیر نورمال حجراتو د تغیر په اړه ارزونه وکړو. په ژونکو یا حجراتو کې په وخت سره د هر ډول تغیراتو یا بدلونونو تشخیص او درملنه کولی شي له ډېری رحمي سرطانونو مخنیوی وکړي.   

 تاسو باید خپله د رحمي سرطان معاینه له جنسي جوړښت، جنسي سابقې یا دا چې آیا پخوا مو د HPV یا اېډز واکسین کړي که نه، په پام کې ونیسئ. 

دغه معاینه یوازې څو دقیقې وخت نیسي، او تاسو کولی شئ د دغې معاینې د ترسره کولو لپاره د یوې ښځینه ډاکټرې یا نرسې غوښتنه وکړئ. هغوی به تاسو ته ووایي چې څه وخت کولی شئ خپله د معاینې نتیجه ترلاسه کړئ، نو هیله کوو چې خپل د GP په جراحۍ څانګه یا جنسي روغتیا په کلینینک کې خپل داړیکو معلومات همېشه تازه وساتئ. 

3. نور معلومات  

د   NHSد رحمي سرطانونو د معاینې پروګرام په اړه نور معلومات د NHS په وېبپاڼه کې ترلاسه کړئ. مهرباني وکړئ د ‘Helping you decide’ په اړه لارښود چې همېشه په آسانۍ سره د لوستلو وړ دی، مطالعه کړئ. 

که چېرې د اضطراب احساس کوئ او د رحمي سرطانونو د معاینې په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لرئ، نو مهرباني وکړئ د هغو کسانو ملاتړ چې د یادې معاینې په ترسره کولو کې ستونزه لري لارښود مطالعه کړئ. 

که غواړئ دغه معلومات په بل فارمټ کې ترلاسه کړئ، نو 0300 311 22 33 شمېرې ته زنګ ووهئ یا england.contactus@nhs.net ته ایمېل واستوئ.  

4. د رحمي سرطانونو اعراض او علائم  

که چېرې هرډول غیرمعمولي اعراض او علائم لرئ، مهرباني وکړئ هرڅومره ژر چې کولی شئ خپل GP یا د جنسي روغتیا د کلینیک سره په دې اړه خبره وکړئ. په دغو اعراضو او علائمو کې ښائي لاندې موارد شامل وي:  

  • له رحم څخه د غیر عادي وینې تلل – د جنسي رابطې په جریان کې یا له هغې وروسته، د میاشتني عادت په جریان کې له حیض وروسته یا له عادي حالت پرته له رحم څخه د وینې تلل. 
  • د جنسي رابطې پرمهال درد 
  • په حیضي ترشحاتو بدلون 
  • د شا په لاندینۍ، د کوناټو په منځنۍ او د خیټې په لاندینۍ برخه کې درد.  

که چېرې د رحمۍ سرطانونو د معاینې په اړه کومه پوښتنه لرئ، نو مهرباني وکړئ د خپل  GPیا کلینیک د نرس/نرسې سره په اړیکه کې شئ.  

په درناوي، 

د   NHSد رحمي سرطانونو د معاینې پروګرام