د شکر د تشخیص په موخه د سترګو د معاینې په اړه لارښود (Pashto)
تازه شوی 9 January 2025
Applies to England
تاسو اختیار لرئ چې د شکر ناروغۍ د تشخیص په موخه د سترګو د معاینې په پروګرام کې ګډون کوئ که نه یې کوئ. دغه لارښود تاسو سره په دې اړه په تصمیم نیولو کې مرسته کوي.
1. NHS ولې د شکر ناروغۍ د تشخیص په موخه د سترګو معاینات ترسره کوي
د شکر ناروغۍ د تشخیص په موخه د سترګو معاینه ستاسو د شکر د کنترول یوه مهمه برخه ده. موږ دغه معاینات د دې لپاره ترسره کوو چې ستاسو د لید یا دید له ترلاسه کولو مخنیوی وشي.
د شکر په ناروغۍ د یوه مبتلا شخص په حیث ستاسو سترګې د شکري ریتینوپاتي په نامه د یوه ناوړه روغتیایي حالت له امله د ګواښ سره مخ دي. د دغې معاینې له مخې کېدی شي مخکې له دې چې ستاسو په لید یا بصیرت کې تغیر رامنځ ته شي، د شکري ریتیونوپاتي تشخیص وشي.
د شکر د تشخیص په موخه د سترګو معاینه ستاسو د سترګو په هغو معایناتو کې نه شاملېږي چې د سترګو د یوه ډاکټر لخوا باید ترسره شي. د دغې معاینې له مخې د سترګو نورې ستونزې نه شي تشخیصېدی. دغه راز تاسو باید د سترګو د معاینې په موخه خپل د سترګو ډاکټر ته په منظم ډول مراجعه وکړئ.
له دیجیتلي عکسونو نه په استفادې سره د شکر د تشخیص په موخه د سترګو معاینه
2. شکري ریتینوپاتي (د شکر ناروغۍ له امله رامنځ ته کېدونکی ناوړه روغتیایي حالت)
شکري ریتینوپاتي هغه مهال رامنځ ته کېږي چې په وینه کې د قند یا شکر د لوړوالي له امله د سترګو شاتنۍ برخه زیانمنه کېږي. دغه ستونزه کولی شي د سترګې په شبکیه کې د موجوده کوچنیو رګونو د لیک کېدو یا بندېدو لامل شي.
صعب العلاجه شکري ریتینوپاتي کېدی شي د دید یا بصیرت د له لاسه ورکولو لامل شي. کله چې دغه ستونزه په وخت سره تشخیص شي، درملنه یا معالجه کولی شي ستاسو لید یا بصیرت ته د متوجه زیان کچه راټیټه یا یې په بشپړ ډول مخنیوی وکړي.
په دې اړه چې شکر څنګه کولی شي ستاسو په سترګو ناوړه اغېز وکړي، په NHS.UK کې نور معلومات ولولئ.
3. موږ د شکر د تشخیص په موخه د سترګو معاینه څنګه ترسره کوو
د دغې معاینې له ترسره کولو مخکې د سترګو د اوښکو څاڅکي کنترولېږي
- موږ به د دغې معینې د ترسره کولو پرمهال له تاسو څخه غوښتنه وکړو چې په چارټ یا جدول کې مندرجه توري ولولئ.
- موږ به ستاسو په سترګو کې قطرې واچوو. دغه څاڅکې کېدی شي د څو ثانیو لپاره ستاسو سترګې وسېږي او لید مو کم کړي.
- کله چې څاڅکې په سترګه کې خپل فعالیت پیلوي، په دغه وخت کې به موږ له تاسو څخه غوښتنه وکړو چې کمرې ته وګورئ. دغه کمره به ستاسو په سترګو نه لګي.
- موږ به ستاسو د سترګو له شاتنۍ برخې عکسونه واخلو. د عکسونو د اخیستو پرمهال به کمره ځلانده فلشونه روښانه کړي.
دغه معاینه یا ډاکټر سره ستاسو وخت به معمولا 30 دقیقې وي.
4. په کوم سن کې موږ له تاسو څخه د شکر د تشخیص په موخه د سترګو د معاینې بلنه درکوو
موږ د شکر په ناورغۍ اخته هر هغه شخص ته د دغې معاینې د ترسره کولو بلنه ورکوو چې عمر یې 12 کاله یا تر دې لوړ وي.
دا چې موږ به تاسو ته د دغې معاینې د ترسره کولو په موخه څو ځله بلنه درکوو، د معاینې لپاره ستاسو د دوو وروستیو لیدژمو یا ملاقاتونو تر پایلو پورې محدود دي. که چېرې موږ ستاسو په معاینه کې شکري ریتینوپاتي تشخیص نه کړو، نو په دې صورت کې به تاسو ته هر 1 یا 2 کاله وروسته د دغې معاینې د ترسره کولو په موخه بلنه درکوو.
5. د شکر د تشخیص په موخه د سترګو د معاینې احتمالي ګواښونه
هېڅ ډول معاینه 100% دقیقه نه وي.
د سترګو چککونه کېدی شي د څو ثانیو لپاره ستاسو سترګې وسېزي، خو دغه معاینه درد نه لري او په هغې کې استفاده کېدونکي تجهیزات به ستاسو د سترګو سره نه لمس کېږي.
له معاینې وروسته تر 6ساعتونو پورې:
- ستاسو د سترګو دید کېدی شي خړ شي – ترڅو چې سترګې مو نورمال حالت ته نه وي راغلیې، ډرېوري مه کوئ
- هرڅه کېدی شي تاسو ته خورا ځلېدونکي ښکاره شي – په دې صورت کې لمریزې عینکې کېدی شي تاسو سره مرسته وکړي.
6. د شکر د تشخیص په موخه د سترګو د معاینې نتایج
له معاینې وروسته یو تن طبي متخصص ستاسو له سترګو څخه اخیستل شوي تصویرونه ارزوي.
موږ په 3 اونیو کې د ننه تاسو او ستاسو عمومي ډاکټر (GP) ته د معاینې نتایج استوو.
که چېرې موږ له معایناتو څخه روښانه پایله نه ترلاسه کوو، په دې صورت کې ښائي موږ له تاسو څخه د بلې معاینې د ترسره کولو غوښتنه وکړو.
ستاسو د سترګو په شاتنۍ برخه کې د شکر د تغیر په تړاو 3 ډوله لاندې پایلې یا نتایج ممکن دي:
- عدم تغیر – چې دغه حالت ته عدم شکري ریتینوپاتي وایي
- یو څه تغیر – چې دغه حالت ته د خفیفې ریتینوپاتۍ (1ۍ مرحله) وایي
- په داسې کچه د سترګې زیانمېدل چې ستاسو د سترګې په لید اغېزه لري – چې دغه حالت ته ترجیهي ریتینوپاتي وایي. تاسو کېدی شي د (2مې مرحلې) له مخکې ریتینوپاتي او یا هم د (3مې درجې) پرولیفرېټف ریتینوپاتي ولرئ. ستاسو د معایناتو نتائج به په دې اړه نور معلومات ارایه کړي.
د خپلو معایناتو نتایجو ته په کتو سره، تاسو باید خپلې لیدژمنې یا ملاقاتونه تعقیب کړئ. دا د دې په خاطر چې مشخصه شي آیا تاسو اضافي درملنې یا متواترو معایناتو ته اړتیا لرئ که څنګه. موږ کولای شو له مختلفو کامرو څخه په استفادې سره ستاسو د سترګو په اړه نور مشرح معاینات ترسره کړو. چې دې ته ځینې وخت د بصري نظم تومګرافي (OCT scan) وایي.
7. د ورځې په جریان کې مهم ټکي او مأخذونه
خپلې ټولې عینکې او لېنزونه چې د په دې برخه کې یې د ستونزو د حل په موخه استفاده کوئ، ځان سره راوړئ.
خپلې لمر ضد عینکې ځان سره راوړئ، ځکه کېدی شي د قطرې له استفادې وروسته ستاسو سترګې د لمر سره حساسې شي.
تاسو کولی شئ لیدژمنو ته د حضور پرمهال ځان سره یو بل کومکي شخص راولئ. تاسو باید تر هغې پورې چې د سترګو دید مو نورمال حالت ته نه وي راغلی، تر 6 ساعتونو پورې موټر و نه چلوئ.
8. څنګه کولی شو تاسو ته متوجه ګواښونه کم کړو
تاسو کولی شئ لاندې مورادو ته په پام سره د ګواښونو کچه راکمه کړئ:
- د امکان ترحده د خپلې وینې د ګلوکوزو کچه په مؤثر ډول کنترول کړئ
- د خپلې وینې د فشار د کتلو په موخه په منظم ډول خپل ډاکټر ته مراجعه وکړئ
- د شکر د تشخیص په موخه د سترګو د معاینې خپلو ټولو اړونده ملاقاتونو ته ورشئ
- که چېرې وینئ چې په لید یا بصیرت کې مو کوم تغیر راځي، نو په دې اړه مشوره ترلاسه کړئ
- خپل د شکر درمل د ډاکټر د لارښوونې مطابق میل کړئ
- د طبي لارښوونو په رعایت کولو سره په منظم ډول ورزش وکړئ.
9. اضافي معلومات او ملاتړ
د خپلو راتلونکو مسؤلیتونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، خپل د معاینې بلنلیک ولولئ.
دغه راز تاسو کولی شئ:
- د شکر د تشخیص په موخه د سترګو د معاینې په اړه نور معلومات په NHS.UK کې ولولئ
- که چېرې منظمې څارنې یا درملنې ته اړتیا لرئ، د شکري ریتینوپاتي په اړه ترتیب شوی لارښود ولولئ
- د شکري ریتینوپاتي او د لاسرسي وړ ملاتړ په اړه نور معلومات د UK په وېب پاڼه کې پیدا کړئ.
دغه لارښود په بدیلو فارمټونو لکه easy read او نورو ژبو کې هم د لاسرسي وړ دی. په نورو فارمټونو کې د لارښود د فرمایش لپاره، کولی شئ 0300 311 22 33 شمېرې ته زنګ ووهئ یا england.contactus@nhs.net ته ایمېل واستوئ.
موږ ستاسو له شخصي معلوماتو څخه د NHS سجل په موخه استفاده کوو ترڅو تاسو ته په مناسب وخت کې د معاینې د ترسره کولو په موخه بلنه درکړو. دغه معلومات موږ سره مرسته کوي چې د معایناتو په پروګرام کې بهبود رامنځ ته او باکیفیته پالنه خلکو ته عرضه کړو. ستاسو له معلوماتو څخه د استفادې او د هغې د ساتنې په اړه نور معلومات ولولئ.