د پناه غوښتونکو خلکو لپاره فزیکي او رواني روغتیا ملاتړ شتون لر ي (accessible)
تازه شوی 30 May 2024
“دا د چا لپاره دی؟”
دا سند د هغو پناه غوښتونکو لپاره دی چې د خپل فزیکي یا رواني روغتیا په اړه اندیښنه لري.
“زه کوم روغتیایی پاملرنه ترلاسه کولی شم؟”
د روغتیا ملي خدمت (NHS) د حکومت لخوا تمویل شوی روغتیایي خدمت دی چې هرڅوک په انګلستان کې ژوند کوي پرته له دې چې د خدماتو بشپړ لګښت تادیه کړي ګټه ترې واخلي. تاسو مستحق ګڼل کېږئ چې د لګښت پرته یو عمومي ډاکټر (GP) وګورئ او NHS خدمتونو چمتو کوونکي روغتون پاملرنه ترلاسه کړئ . تاسو ممکن د وړیا یا په ټيټه بیه د درملو مستحق شئ. نور معلومات شتون لري په: NHS entitlements: migrant health guide - GOV.UK (www.gov.uk).
“آیا د روغتیا پاملرنې ملاتړ زما د پناه غوښتنې مطالبه اغیزه کوي؟”
ستاسې غوښتنه به د کومې ناروغئ یا د کومې درملنې په واسطه چې تاسو یې تر لاسه په منفي توګه اغېزمنه نشي.
## د کورنیو چارو وزارت (Home Office) نقش
د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو سره د پناه غوښتنې پروسې پورې اړوند مسلو کې مرسته کوي. روغتیایی مسایل چې د کورنیو چارو وزارت سره شریک شوي کیدای شي د پناه غوښتنې د مطالبو پروسس کولو او د استوګنې اړتیاو ارزولو په وخت کې په پام کې ونیول شي. د کورنیو چارو وزارت فزیکي یا رواني روغتیا ملاتړ نه کوي.
د مهاجرینو د مرستې رول
د مهاجرینو مرسته د استوګنې او مالي ملاتړ پورې اړوند مسلو سره مرسته کوي -د پناه غوښتنې مشوره او لارښود | د مهاجرینو مرسته (migranthelpuk.org)(خلاص 24/7/365): 503 8010 0808
اضافي خدمتونه
: د لته د نورو خدمتونو یو لیست شته، د غېر دولتي ادارو څخه، کوم چې پناه غوښتونکو ته معلومات او ملاتړ وړاندې کوي. تاسو کولی شئ د یو ژباړونکي غوښتنه وکړئ چې خدمتونو ته لاسرسي کې درسره مرسته وکړي. مهرباني وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره دې سازمانونو سره په اړیکه کې شئ.
د کډوالو شورا (The Refugee Council)
د کډوالو شورا د هغو خلکو سره کار کوي چې په انګلستان کې د پناه غوښتنې په لټه کې دي. The Refugee Council https://www.refugeecouncil.org.uk/ مشوره، معالجوي او عملي ملاتړ وړاندې کوی کوي ترڅو د خلکو ځای پر ځای کېدو کې مرسته وکړي. دوی د هغو ماشومانو سره کار کولو کې هم تخصص لري چې یوازې انګلستان ته راځي.
د Infoline وړیا تلیفون 7272 196 0808 ته زنګ ووهئ (دوشنبه او پنجشنبه د سهار له 9:30 څخه تر 12:30 بجو پورې.) جلا شوي ماشومانو سره په وړیا تلیفون 0808 175 3499 (دوشنبه – جمعه د سهار له 8:30 بجو څخه تر 5:30 بجو پورې) اړیکه ونیسئ.
‘My View’ــ د ماشومانو خدمت
My View د ماشومانو د درملنې خدمت د ځوانانو لپاره یو خوندي، محرم ځای دی چې د خبرو اترو، انفرادي تخلیقي کار، یا ډله ایز درملنې ملاتړ له لارې د هوساینې ملاتړ ته لاسرسې ولري.
د هېواد په بیلابیلو برخو کې دغه خدمت وړاندې کیږي. مهرباني وکړئ د نورو معلوماتو لپاره زموږ ویب پاڼه وګورئ: [https://www.refugeecouncil.org.uk/get-support/services/my-view-childrens-therapy//] (https://www.refugeecouncil.org.uk/get-support/services/my-view-childrens-therapy/)
د برتانیه سور صلییب (British Red Cross)
د برتانیې سره صلیب بیړنۍ مرستې، یو له بل څخه ملاتړ او د قضیې کار او د کورنیو سره بیا یوځای کولو کې مرسته کوي.
د برتانیا سره صلیب د کډوالۍ توصیه نه کوي. د برتانیې سره صلیب د انګلستان په کچه خدمت دی.
د نورو معلوماتو لپاره خپل سیمه ایز دفتر سره اړیکه ونیسئ:
https://www.redcross.org.uk/get-help/get-help-as-a-refugee/contact-your-local-refugee-service
Doctors of the World
Doctors of the World د GP سره د راجستر کولو لپاره پناه غوښتونکو ته طبي ملاقاتونه، معلومات، او عملي ملاتړ یو ځل چمتو کوي. دوی یو کلینیک، د مشورې لیکه، د پوهاوي خدمتونه او د وکالت پروګرامونه پرمخ وړي.
02071675789 ته زنګ ووهئ. Website: https://www.doctorsoftheworld.org.uk/
نور خدمتونه
د کورنی ناوړه ګټه اخیستنې د مرستې ټلیفوني خدمات (Domestic Abuse Helplines)
- انګلستان ـــ د کډوالۍ وړیا تلیفون 24 ساعته د کورني ناوړه ګټه اخیستنې ملي مرستې لاین؛ 247 2000 0808
د ژوندی خبرو اترو خدمت، دوشنبه - جمعه، د ماسپښین 3-10 بجو پوری https://www.nationaldahelpline.org.uk/Chat-to-us-online
- Wales ـ Live Fear Free د مرستې لیکه; 800 10 80 0808
- سکاټلنډ ـ د سکاټلینډ کورني ناوړه ګټه اخیستنه او جبري واده د مرستې لاین; 1234 027 0800
- شمالي آیرلینډ - د میرمنو مرستې شمالي ایرلینډ؛ 1414 802 0808
- نارینه - د نارینه وو د مشورې لیکه؛ 8010327 0808
- Galop (LGBTQI) https://galop.org.uk/ ; اړیکه ونیسئ 5428 999 0800
د چټک غبرګون خدمت (Emergency Response Service)
- 999 یا 112 ته زنګ ووهئ که چیرې څوک جدي ناروغ یا ټپي وي او ژوند یې له خطر سره مخ وي
- د ژوند نه ګواښوونکي طبي مرستې لپاره 111 ته زنګ ووهئ
د ځان وژنې مخنیوي مرستې ټیلیفوني لاینونه
- Papyrus - د ځوانانو د ځان وژنې مخنیوی https://www.papyrus-uk.org/; اړیکه ونیسئ 41 41 068 0800
- Samaritans - https://www.samaritans.org/ ; اړیکه ونیسئ 123 116
له شکنجې څخه خلاصون (Freedom from Torture)
د شکنجې څخه د خلاصون مرکزونه په لندن، برمینګهم، نیوکاسل، مانچسټر او ګلاسګو کې شتون لري
په انګلستان کې د شکنجې څخه د ژوندي پاتې شویو لپاره دوی چمتو کوي:
- د ټراماتیک وروسته پیچلي فشار اختلال (PTSD) ، اضطراب ، تشویش او نورو ستونزو درملنې لپاره په انفرادي او ګروپي توګه درملنه
- ګروپي او تخلیقي فعالیتونه: باغ داري، موسیقي، هنر، فوټبال، او اشپزي
- د فزیو تراپۍ په واسطه د روغتیا ارزونه او ددرد اداره کول.
- د پناه غوښتنې د ادعاوو لپاره طبي-قانوني راپورونه چیرې چې ډاکټران د شکنجې اغیزې ارزوي: https://www.freedomfromtorture.org/help-for-survivors/medico-legal-reports
- حقوقي ملاتړ: د یو وکیل پیدا کول، د پناه غوښتنو په سیستم او د توقیف څخه د ازادیدو په سیستم پوهیدل
- د کور، تعلیم، مالي ملاتړ، روغتیا، او ټولنیز پاملرنې سره مرسته
اړیکه ونیسئ: 7777 7697 020 Website: https://www.freedomfromtorture.org/contact-us
د هیلین بامبر بنسټ (Helen Bamber Foundation)
هیلین بامبر بنسټ یوه تخصصي کلینیکي او د بشري حقونو خیریه موسسه ده چې د قاچاق، شکنجې، او د خورا انساني ظلمونو د نورو ډولونو څخه د ژوندي پاتې شویو سره کار کوي.
د دوی څو اړخیزه او کلینیکي ټیم د ژوندي پاتې شویو لپاره یوه بشپړه پاملرنه چمتو کوي چې پدې کې شامل دي:
- د فزیکي او رواني ټپونو طبي-قانوني مستند کول
- د معالجوي پاملرنې متخصص پروګرامونه
- طبي مشورتي خدمت
- د قاچاق پر وړاندې د مبارزې پروګرام
- د کور جوړولو او هوساینې مشوره
- د قانوني خوندیتوب مشوره
- د ټولنې د ادغام فعالیتونه او خدمات.
ویبپاڼه: https://www.helenbamber.org/refer
Every Mind Matters Loneliness
NHS د یوازیتوب کمولو لپاره عملي مشورې او لارښوونې وړاندې کوي، او د ملاتړ کونکو سازمانونو په اړه توضیحات ورکوي.
ویبسايټ: https://www.nhs.uk/every-mind-matters/lifes-challenges/loneliness
په شمالي ایرلیند کې خدمتونه
د روغتیا پاملرنې، کور، کار او زده کړې ته لاسرسي په ګډون د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره مشوره او ملاتړ شتون لري https://www.nidirect.gov.uk/articles/asylum-seekers-and-refugees-help-and-advice.
د Barnardo
د Barnardo ( https://www.barnardos.org.uk/get-help) موخه یې د ماشومانو، ځوانانو، والدینو او پالونکو ملاتړ کول دي.
دوئ وړاندې کوي:
- د کډواول د ملاتړ خدمت: کونۍ د سیمیزو خدمتونو سره نښلوي
- د استوګنی خدمت څخه ملاتړ کوي( شمالي ایرلینډ) د بې سرپرسته ځوانانو لپاره - (د 16-21 کلن عمر)
- د کورنۍ هوساینې خدمتونه: (Cardiff) د پناه غوښتونکو کورنیو سره مرسته کوي. د کورنیو د بیا یو ځای کېدو ادغام خدمت (Birmingham/Glasgow)
- دBoloh د مرستې لیکه: (د 18کالو څخه پورته لویانو لپاره) مشوره، لارښوونه کول، احساساتي ملاتړ، او د تکړه ډاکټرانو لخوا درملنه. د درملنې ناستې کیدلای شي د لرې ځای څخه د ټیلیفون له لارې یا په آنلاین بڼه دلته ترسره شي: helpline.barnardos.org.uk
د سکاټلنډ د کډوالو شورا (SRC) (خدمتونه یوازې په سکاټلنډ کې دي)
- د کورني د حقونو خدمت: د هغو کورنیو لپاره چې ماشومان لري، د واحد والدینو او امیندواره مېرمنو په ګډون. بریښنالیک: amilies@scottishrefugeecouncil.org.uk
- د بې وزلۍ خدمت: د رد شویو پناه غوښتونکو سره مرسته کوي چې د ARE (Appeal Rights Exhausted) په نوم پیژندل کیږي. بریښنالیک: destitution@scottishrefugeecouncil.org.uk
- د کډوالو د ادغام خدمت: د هغو نویو مهاجرو ملاتړ کوي چې د پاتې کیدو لپاره هر ډول رخصتي ورکړل شوي. https://www.scottishrefugeecouncil.org.uk/direct-support/support-for-new-refugees//
د وړیا تلیفون د مرستې لیکه: د کډوالو او پناه غوښتنې په اړه معلومات او مشوره 7274 8196 080 (دوشنبه تر جمعې د سهار له 9 بجو څخه تر 5 بجو پورې).
Refugee Action (د کډوالو اقدام)
د کډوالو اقدام د انګلستان په مختلفو برخو کې د کډوالو او پناغوښتونکو څخه ملاتړ کوي.
https://www.refugee-action.org.uk/our-services/help-and-advice
- د پناه غوښتنې بحران (لندن، مانچسټر، ویسټ میډلینډز، براډفورډ (یوازې کورنۍ)): که تاسو پناه غوښتونکي یاست او استوګنې یا مرستې ته اړتیا لرئ یا ستاسو ملاتړ رد شوی یا لغوه شوی وي، نوموړی خدمت کولی شي ستاسو سره مرسته وکړي.
- د BRAVE پروژه (براډفورډ): د تجربې په اساس د ماهر کس لخوا رهبري کیدونکی پروژه ده چې په براډفورډ کې د پناه غوښتونکو لپاره د ادغام او هوساینې فعالیتونو باندې تمرکز کوي. د دکډوالو په اقداماتو کې نوموړې پروژه په کورنیو باندې د ځانګړي تمرکز سره د خدمت د ټولو کاروونکو لپاره ده.
Welsh د کډوالو شورا (WRC) (خدمتونه یوازې په Wales کې دي
په Wales کې میشتو مهاجرو او پناه غوښتونکو ته مشوره، ملاتړ، وکالت او لارښوونه کول www.wrc.wales ټیلیفون: 7273 196 0808 دوئ وړاندې کوي:
- د ویلز پټنځای خدمت: په ټول Wales کې د قضیې کار ملاتړ او مدافع وکالت
- په Cardiff کې د بې وزلو او (ARE) پناه غوښتونکو لپاره د قضیې کار ملاتړ
- دوامدا خدمت: د نویو کډوالو د ادغام او انتقال ملاتړ کوي.
- د پنا غوښتونکی د پروژې رهنما کول: د پنا غوښتونکې پروسې په واسطه ملاتړ کول