Correspondence

Pre-matching households: letter to Afghan families (Pashto - accessible)

Published 11 August 2023

This correspondence was withdrawn on

This content has been archived as it is no longer relevant.

افغان کورنیو ته د کور د پري میچینګ لیک

چهارشنبه د جولای ۲۶مه

ګرانه میلمه،

د ۲۰۲۳ کال د اپریل په میاشت کې د بریتانیا حکومت تاسو ته یو لیک واستاوه چې تاسو ته خبر درکړو چې مونږ غواړو چې د میشته افغانانو لپاره د هوټلونو په شمول د لنډمهاله استوګنځیو کارول پای ته ورسوو. په دې لیک کې “د کور د مطابقت په پروسه” کې بدلونونه هم تشریح شوي دي چې د هغې له لارې افغان کورنۍ د مناسب میشته کور سره مطابقت ورکړل شول.

په نوموړي لیک کې توضیح شوي دي چې د ۲۰۲۳ کال د مې د میاشتې له ۲مې نېټې څخه وروسته هغه افغانې کورنۍ چې په هوټلونو او لنډمهاله استوګنځایونو کې اوسیږی، کولای شی د یوه مناسب میشته کور یوازې یو تخصیص، چیرې چې شتون ولري، ترلاسه کړی. په لیک کې دا هم تایید شوي دي چې ستاسو څخه به د مناسب نوي کور د موندلو د پروسې په اوږدو کې ملاتړ وشي، او که چیرې تاسو ته د استوګنې وړاندیز وشی، موږ سپارښتنه کوو چې تاسې دا وړاندیز ومنئ.

موږ اوس تاسو د دې لیک په ذریعه د کورونو سره د کورنیو د مطابقت په پروسه کې د یوه بل مطلب د اضافه کولو خبر درکوو. د انګلستان د کورنیو چارو وزارت چې د ځایی چارواکو سره کار کوي، اوس به یو محدود شمیر کورنۍ د کورونو سره سمون ورکړي، مخکې له دې چې دا کورونه د دوی د لیږد لپاره چمتو شي. دا پروسه د “پري میچینګ پروسې” په نوم یادیږی. یوه کورنۍ هغه خلک ګڼل کیږي چې د هغو سره یو شخص په موقتي توګه حد اقل د ۳ میاشتو لپاره اوسیدلئ وي.

د دې لپاره چې یو کور د “پري میچینګ پروسې” د یوې برخې په توګه په پام کې ونیول شی، باید دا کور ستاسو د پریښودو د خبرتیا د پایته رسیدو وروسته، خو د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر د میاشتې د پایته رسیدو دمخه، میشتیدنې ته د خوځیدو لپاره چمتو وي.

د کورونو سره مطابقت ورکړل شوي کورنۍ نوي کورته د لیږد پر مهال د ځایي چارواکو څخه مرسته او ملاتړ په لاس راوړي.

دا کار د کورنیو چارو وزارت د استوګنې د مطابقت د “یوه وړاندیز” اوسنۍ پروسه نه بدلوی. که ستاسې کورنۍ، کور ته د ورتګ نه وړاندې د یوه کور وړاندیز ترلاسه کړي، دا به ستاسو د استوګنې د یوازیني وړاندیز په توګه حساب شی. د نوموړې پروسې په ترڅ کې یوازې د مستحقو کورنیو لپاره د میشته کور وړاندیز کیږی چې په لنډمهاله استوګنځایونو لکه هوټلونو کې ژوند کوی.

که تاسې د کور دا مطابقت لرونکئ وړاندیز ومنئ، د کورنیو چارو وزارت به تاسو ته د کور د پریښودو د نیټې او نوي کور ته د ورتګ د نیټې تر مینځ واټن کې لنډمهاله استوګنځئ چمتو کړي. تاسو باید د یوه محدود جواز تړون ومنئ، کوم چې یو لیکلئ تړون دئ چې تاسې باید هغه لاسلیک کړئ. په دې تړون کې ستاسو د کور د تسلیمیدو وضعیت او شرایط لیکل شوي دي. دا استوګنځئ کیدای شي په داسې یوه سیمه کې وی چې ستاسې د اوسمهالې سیمې سره توپیر لری، او یوازې خونې به په دې تړون کې شاملې وی، او تاسې به د خپلو خوړو، کالي مینځلو، او نورو لګښتونو لپاره پخپله ترتیب ونیسئ او د خپلو خوړو پیسې به پخپله ورکوئ. د لنډمهاله استوګنې په اړه نور معلومات به په مناسب وخت کې له تاسو سره شریک شي.

که تاسې نوموړئ وړاندیز رد کړئ، د کورنیو چارو وزارت به نور د استوګنې بل وړاندیز تاسو ته ونه کړي. مخکې لدې چې ستاسې د اوسني کور د پریښودو د خبرتیا نیټه پایته ورسیږي، ستاسې سره به د خپلې استوګنې د ترتیبولو په اړه ملاتړ دوام وکړي.

په هر صورت، په هوټلونو او لنډمهاله استوګنځایونو کې ډیری کورنۍ به د استوګنې وړاندیز ترلاسه نه کړي. مونږ به ستاسو سره خپل ملاتړ ته هرڅومره وس او توان چې لرو دوام ورکړو ترڅو ستاسو سره د خپلې استوګنې په موندلو کې مرسته وکړو. همدارنګه مونږ به د “خپل کور ومومئ” د طرحې له لیارې مخکې له دې چې ستاسو د کور د پریښودو نیټه پایته ورسیږي ستاسو سره مرسته وکړو. د کورنیو چارو وزارت د اړیکو کارکوونکي (HOLOs)، او نور د ملاتړ خدمات به هم په هوټلونو کې شتون ولری ترڅو ستاسو سره د پوښتنو یا اندیښنو په اړه مرسته وکړی.

موږ به همدارنګه لنډمهاله استوګنځایونه هم چمتو کړو چیرې چې یو افغان په موقتي استوګنځي کې په یوه ځانګړي روغتون یا طبی مرکز کې طبی درملنه ترلاسه کوی، او د دوی له اوسنۍ سیمې څخه د دوی لیږدول به د دوی په درملنې باندې منفي اغیزه ولري. که تاسې د دې کار لپاره وړ یاست، نو تاسو ته به په هغه سیمه کې د لنډمهاله استوګنځي وړاندیز وشي چیرې چې اوس مهال هلته ژوند کوئ، او د کورنیو چارو د وزارت او ځایی چارواکو څخه د ملاتړ ترلاسه کولو ته به دوام ورکړئ – په دې باب نور معلومات د gov.uk په ویب پاڼه کې شتون لري، راشئ دلته یې ولولئ:

www.gov.uk/government/publications/bridging-accommodation-exit-plans-for-resettled-afghans/bridging-accommodation-exit-for-the-afghan-citizens-resettlement-scheme-and-afghan-relocations-and-assistance-policy-policy-guidance

که تاسې فکر کوئ چې تاسو کیدای شي له دې څخه اغیزمن کیږئ، یا کومه پوښتنه لرئ، مهربانی وکړئ خپل HOLO سره اړیکه ونیسئ.

که چیرې تاسې تراوسه میشته کورونه نه وي موندلي، مونږ به تاسو ته په لنډ وخت کې په ګوته کړو چې ستاسې د موقتي کور د خبرتیا په پای کې به څه پیښ شي. په ورته وخت کې، د کورنیو چارو وزارت او زموږ ملګری ژمن دي چې ستاسو سره د کور په موندلو کې مرسته وکړی، ترڅو تاسې وکولای شئ په انګلستان کې خپل ژوند جوړ کړئ.

که تاسې کومه پوښتنه لرئ، باید خپل د کورنیو چارو د وزارت د اړیکو له کارکوونکي سره خبرې وکړئ.

په دره ناوۍ،

د بیامیشتیدنې خدمتونه